ادې راډیو- د ناروې د کډوالو شورا (اېنارسي) په یوه راپور کې ویلي، افغانستان له ژور بشري، اقتصادي او اقلیمي بحران سره مخ دی او د ناټو غړو هېوادونو د افغانانو د ملاتړ په برخه کې خپلې ژمنې هېرې کړې دي.
د دې شورا مشر یان ایګلنډ ویلي، د بشري مرستو کمېدو له امله مرستندویه بنسټونه اړ شوي چې اړمنو افغان کورنیو ته د خوړو، اوبو، سرپناه او روغتیايي خدمتونو وړاندې کول راکم کړي. د ناروې د کډوالو شورا په وینا، د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې له شپږ میلیونو ډېر افغانان له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستانه شوي او تر ۷۳ سلنې پورې بېرته راستنېدونکي وزګار دي.
دغه شورا زیاته کړې چې د روان ۲۰۲۶ کال تر اوسه د افغانستان د بشري وضعیت د بیړني ځواب لپاره د اړتیا وړ بودجې یوازې ۲۶ سلنه برابره شوې ده.
د ناروې د کډوالو شورا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان ته بشري مرستې او پراختیايي پانګونې زیاتې کړي.




