ادې راډیو- د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ اداره وایي، افغان تکواندوکار محمد ګل محمدي د تکواندو نړۍوال فدراسیون د ریاست جام د اتم پړاو سیالیو په پومسه سبک کې د برونزو مډال ګټلی دی.
د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ ادارې نن، سېشنبه، د زمري په ۲۷مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، محمد ګل محمدي په یادو سیالیو کې د پاکستان د سیالانو پر وړاندې درې لوبې ترسره کړې، چې لومړۍ یې د نومرو پر بنسټ وګټله، په دویمه کې یې سیال د لوبې لپاره حاضر نه شو او محمدي بریالی اعلان شو، خو درېیمه لوبه یې وبایلله.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د تکواندو نړۍوال فدراسیون د ریاست جام اتم پړاو سیالۍ د زمري په ۲۶مه د څه باندې ۴۰ هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون پیل شوې دي او ټاکل شوې د زمري تر ۳۰مې دوام وکړي.
په دې سیالیو کې د افغانستان په استازولۍ ۱۶ کسیزه لوبډله هم ګډون لري