ادې راډيو یوه خپلواکه او خصوصي افغان رسنۍ او راډيو ده چې په ۲۰۲۵ کال کې د یو څو مسلکي افغان خبریالانو له لوري د مسؤل، اخلاقي او عامه خدمت ‌محوره رسنیو د ارزښتونو پر بنسټ جوړه شوې ده. ادې راډيو د راډیو په نړیواله ورځ په کابل کې خپلې نشرات پیل کړل.

یونېسف: په افغانستان کې ۵۴ زره ښوونکو عملي روزنې ترلاسه کړې

یونېسف: په افغانستان کې ۵۴ زره ښوونکو عملي روزنې ترلاسه کړې
یونېسف اعلان کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې د زده‌کړو د کیفیت د ښه کولو او د خوندي او جذابو درسي ټولګیو د رامنځته کولو لپاره په افغانستان کې ۵۴ زره ښوونکو عملي روزنې ترلاسه کړې دي.

دغې ادارې د یکشنبې په ورځ (د کب په ۲۴مه) په اېکس ټولنیزه شبکه کې په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې دا روزنې په پړاوونو کې او د منظم تعقیب سره ترسره شوې دي، څو ډاډ ترلاسه شي چې د تدریس نوې طریقې په سمه توګه په ټولګیو کې پلي کېږي او په دوامداره توګه کارول کېږي.

د یونېسف په وینا، د دغې طرحې موخه د ښوونکو پیاوړتیا او داسې چاپېریال برابرول دي چې زده‌کوونکي وکولای شي په ښه او نوښتګرو شرایطو کې زده‌کړې وکړي.

Admin

email 88