ادې راډيو یوه خپلواکه او خصوصي افغان رسنۍ او راډيو ده چې په ۲۰۲۵ کال کې د یو څو مسلکي افغان خبریالانو له لوري د مسؤل، اخلاقي او عامه خدمت ‌محوره رسنیو د ارزښتونو پر بنسټ جوړه شوې ده. ادې راډيو د راډیو په نړیواله ورځ په کابل کې خپلې نشرات پیل کړل.

هند پر کابل د پاکستان وروستی برید «وحشیانه عمل» وباله

هند پر کابل د پاکستان وروستی برید «وحشیانه عمل» وباله
هند د بهرنیو چارو وزارت نن(سه‌شنبه، د مارچ ۱۷مه) په یوه رسمي اعلامیه کې په کابل کې د روږدو پر روغتون باندې د پاکستان پوځي رژیم لخوا هوايي برید په کلکه وغانده، او دا یې یو «وحشیانه عمل» وباله.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې برید هېڅ پوځي توجیه نه لري او پاکستان اوس هڅه کوي چې “قتل عام” د پوځي عملیاتو په توګه توجیه کړي.

بیان دا برید د “د افغانستان د حاکمیت ښکاره سرغړونه” او “د سیمې سولې او ثبات ته مستقیم ګواښ” وباله او دا یې د پاکستان د بې پروا چلند یوه برخه وګڼله چې د پولې هاخوا تاوتریخوالي سره د خپلو کورنیو ناکامیو جبران کوي.

هند، یادونه وکړه چې دا برید د روژې په مبارکه میاشت کې شوی، دا عمل نور هم د غندلو وړ وباله او ویې ویل چې هېڅ مذهب، قانون یا اخلاق اجازه نه ورکوي چې په قصدي ډول روغتون او د هغې ناروغان په نښه کړي.

په پای کې، هند له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د دې “جرم” عاملین مسوول وګڼي او په سمدستي توګه پر افغان ملکي وګړو بریدونه ودروي.

د ا.ا پر وړاندې د «ښکاره جګړې» په نوم د پاکستان د هوايي بریدونو په دوام، تېره شپه په کابل کې پر یوه روغتون هوايي بریدونه وشول. د ا.ا ویاند وویل چې په دې برید کې له ۴۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي

Admin

email 13