د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وایي چې په کابل کې د روږدو کسانو پر روغتون د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې برید د اندېښنې وړ دی، او باید په نړیواله کچه وغندل شي.
خلیلزاد لیکلي چې نړیواله ټولنه باید د پاکستان پوځي رژیم دا برید وغندي او له قربانیانو سره مرستې وکړي.
نوموړي همداراز ویلي چې د اسلامي امارت باید د پاکستان پر وړاندې پر خپله پالیسي له سره غور وکړي او له دوی سره باید «هوښیارانه» عمل وکړي.
“زه همدارنګه هیله لرم چې ډېر باوجدانه پاکستانیان به د خپل پوځ پر هغې غیرانساني پرېکړې ناراضه او ناخوښ وي چې د افغان ملکي وګړو د وژنې او ټپي کېدو لامل شوې ده”
زلمي خلیلزاد دا هم ویلي چې پاکستان د خپلو خلکو خبرو ته هم غوږ نه نیسي، او یوازې ملکي تاسیسات په نښه کوي.
تېره شپه د پاکستان پوځي رژیم له لوري په کابل کې د روږدو کسانو پر یو روغتون هوایي برید وشو چې له امله یې شاوخوا ۴۰۰ رغېدوونکي ناروغان شهیدان او سلګونه نور ټپيان شول.
د یادولو ده چې دا برید په کور دننه او بهر د ځینو افغان چارواکو لخوا سخت غندل شوی او توند غبرګون یې څرګند کړی دی