په کونړ ولایت کې د «سیند غږ (صدای دریا)» په نوم یوې خصوصي راډیو خپل رسمي نشرات پیل کړل.
د مسوولینو په وینا، راډیو د ایفاېم پر ۸۹.۵
څپه هره ورځ ۱۸ ساعته خپرونې لري او د ټولنیزو رسنیو له لارې ۲۴ ساعته
انلاین نشرات هم کوي.
د راډیو مرستیال عبدالقدوس شمس ویلي، دغه رسنۍ به خبري، تحلیلي او
تعلیمي خپرونې وړاندې کړي.
د معلوماتو له مخې، راډیو به د عامه پوهاوي، ماشومانو او ځوانانو اړوند موضوعات هم تر پوښښ لاندې راولي




