ادې راډيو یوه خپلواکه او خصوصي افغان رسنۍ او راډيو ده چې په ۲۰۲۵ کال کې د یو څو مسلکي افغان خبریالانو له لوري د مسؤل، اخلاقي او عامه خدمت ‌محوره رسنیو د ارزښتونو پر بنسټ جوړه شوې ده. ادې راډيو د راډیو په نړیواله ورځ په کابل کې خپلې نشرات پیل کړل.

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې ساري ناروغۍ او روغتیايي اړتیاوې زیاتې شوې

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې ساري ناروغۍ او روغتیايي اړتیاوې زیاتې شوې


د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د افغانستان د روغتیايي بېړني وضعیت ۶۵م راپور خپور کړی او پکې یې خبرداری ورکړی چې د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي په میاشت کې په هېواد کې د ساري ناروغیو پېښې، بشري فشارونه او روغتیايي اړتیاوې زیاتې شوې دي.

د راپور له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان په دې موده کې ۵۳۱ روغتیايي کارکوونکو ته په ۱۴ بېلابېلو تخنیکي برخو کې روزنه ورکړې، ۳۷۲ طبي کڅوړې یې وېشلې او له هغو روغتیايي مرکزونو یې ملاتړ کړی چې د میاشتې په اوږدو کې یې ۶۴ زره او ۱۴۶ بستر نه‌لرونکو ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي. همدارنګه، له پنځو کلونو کم عمره له درې زرو څخه ډېر ماشومان واکسین شوي او ۴۷ زره او ۹ کسان په لرې پرتو او محرومو سیمو کې د روغتیايي پوهاوي له پروګرامونو ګټه‌من شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د کانګو وینې بهېدونکې تبې (CCHF) شکمنې پېښې د تېرې میاشتې په پرتله ۱۷۴.۴ سلنه زیاتې شوې دي. د راپور له مخې، د غبرګولي په میاشت کې د دې ناروغۍ ۴۸۳ شکمنې پېښې او ۲۱ مړینې ثبت شوې دي. سازمان زیاتوي، د دې زیاتوالي مهم لامل د لوی اختر پر مهال له څارویو سره د خلکو د تماس ډېروالی و.

په راپور کې راغلي چې د اوبو له امله د شدیدې نس ناستې (AWD) ۱۸ زره او ۲۳۲ پېښې او ۱۴ مړینې ثبت شوې دي، چې د تېرې میاشتې په پرتله ۳۳.۶ سلنه زیاتوالی ښيي. همدارنګه، د شري ۲ زره او ۴۱۴ شکمنې پېښې ثبت شوې، د کووېډ-۱۹ تایید شوې پېښې ۷۴ سلنه زیاتې شوې او ۸۷ ته رسېدلې دي. د ډینګي تبې شکمنې پېښې هم ۱۳.۸ سلنه زیاتې شوې، خو د دې ناروغۍ له امله کومه مړینه نه ده ثبت شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۵ کال د مرغومي له میاشتې څخه د غبرګولي تر پایه د افغانستان د پنځو مهمو سرحدي لارو له لارې ۹۰۵ زره او ۱۸۹ راستانه شوي کډوال هېواد ته داخل شوي، چې یوازې د غبرګولي په میاشت کې یې شمېر ۱۵۱ زره او ۱۰۴ کسانو ته رسېدلی او ۵۶ سلنه یې له پاکستان څخه راستانه شوي دي. د سازمان په وینا، د راستنېدونکو دوامدار بهیر د عامې روغتیا لپاره نوي ګواښونه رامنځته کوي او پر سرحدي روغتیايي خدمتونو فشار زیاتوي.

راپور زیاتوي، د روغتیا نړیوال سازمان داسې طبي تجهیزات او درمل وېشلي چې د شاوخوا ۸۵۰ زره او ۸۰۰ کسانو اړتیاوې پوره کولی شي. په دغو کې بېړني روغتیايي کڅوړې، د ټپيانو د درملنې، سینه‌بغل، لومړنیو روغتیايي خدمتونو، شري او غیرساري ناروغیو لپاره ځانګړې طبي کڅوړې شاملې دي. دغه سازمان همدارنګه په یو شمېر ولایتونو کې د روغتیايي کارکوونکو د روزنې له لارې د سرطان او غیرساري ناروغیو د درملنې خدمات هم پراخ کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان او نورې مرستندویه ادارې له دې وړاندې هم خبرداری ورکړی چې افغانستان د ساري ناروغیو د خپرېدو، د اقلیمي بدلونونو، د روغتیايي بودجې د کمښت او له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو کډوالو د زیاتوالي له امله له پراخو روغتیايي ننګونو سره مخ دی. د دغو ادارو په وینا، د روغتیايي خدمتونو د دوام او د ناروغیو د کنټرول لپاره لا هم پراخو نړیوالو مالي او تخنیکي مرستو ته اړتیا شته

ادې راډيو

ادې راډيو

خبریال

ادې راډيو

email 19