ادې راډيو یوه خپلواکه او خصوصي افغان رسنۍ او راډيو ده چې په ۲۰۲۵ کال کې د یو څو مسلکي افغان خبریالانو له لوري د مسؤل، اخلاقي او عامه خدمت ‌محوره رسنیو د ارزښتونو پر بنسټ جوړه شوې ده. ادې راډيو د راډیو په نړیواله ورځ په کابل کې خپلې نشرات پیل کړل.

حشمت‌الله شاهدي د افغانستان د ۵۰ اوریزه ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه

حشمت‌الله شاهدي د افغانستان د ۵۰ اوریزه ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۵۰ اوریزه (یو ورځنیو) سیالیو لوبډلمشر حشمت‌الله شاهدي د خپلې شخصي پرېکړې له مخې د لوبډلمشرۍ له دندې استعفا ورکړې ده.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۵۰ اوریزه (یو ورځنیو) سیالیو لوبډلمشر حشمت‌الله شاهدي د خپلې شخصي پرېکړې له مخې د لوبډلمشرۍ له دندې استعفا ورکړې ده.

شاهدي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د ملي لوبډلې مشري ورته ستر ویاړ و او د لوبډلمشرۍ پر مهال یې د لوبغاړو، روزونکو او مسؤلینو په ګډو هڅو د افغانستان کرکټ لپاره مهمې بریاوې او تاریخي لاسته راوړنې ثبت کړې دي.

هغه زیاته کړې، چې له لوبډلمشرۍ تر استعفا وروسته به هم د ملي لوبډلې د یوه ژمن لوبغاړي په توګه د افغانستان کرکټ د لا پرمختګ او بریا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

حشمت‌الله شاهدي د ۱۴۰۱ کال راهیسې د افغانستان د ۵۰ اوریزه ملي لوبډلې مشري پر غاړه لرله. نوموړي په دې موده کې په ۵۵ یو ورځنیو سیالیو کې لوبډلمشري کړې، چې افغانستان پکې ۲۷ لوبې ګټلې، ۲۵ یې بایللې او درې نورې سیالۍ بې پایلې پای ته رسېدلې دي.

په همدې حال کې، رحمت شاه زرمتی د حشمت‌الله شاهدي پر ځای د افغانستان د ۵۰ اوریزه ملي لوبډلې د نوي لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی دی.

Admin

email 16