د افغانستان فوټسال ملي لوبډله به نن، د ۱۴۰۵ کال د زمري په ۱۲مه، د ۲۰۲۶ کال د کانټینینټل فوټسال نړیوالو سیالیو په دویمه لوبه کې د ویتنام د فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې ولوبېږي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي، چې دغه لوبه به د کابل پر وخت د
ماښام په ۶ بجو پیل شي.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د
تایلنډ پر وړاندې ترسره کړه، چې ۶ ـ ۱ یې
وبایلله. ملي لوبډله هڅه کوي چې د ویتنام پر وړاندې په دویمه لوبه کې ښه پایله
ترلاسه کړي.
افغانستان به له ویتنام وروسته، دوه ورځې وروسته خپله درېیمه لوبه د
روسیې د فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.
د ۲۰۲۶ کال کانټینینټل فوټسال سیالۍ د اګست له لومړۍ تر شپږمې د تایلنډ په کوربهتوب ترسره کېږي. په دې سیالیو کې د افغانستان، ویتنام، روسیې، نیوزیلنډ او تایلنډ د فوټسال ملي لوبډلې ګډون لري.




