ادې راډیو- د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو وار بیا د افغان نجونو پر زدهکړو او کار ټینګار کړی او له یوې ایټالوي رسنۍ سره په مرکه کې یې هیله څرګنده کړې چې افغانستان به پر خپلو «پښو» ودرېږي او «بریالی» به شي.
کرزي په دې مرکه کې ویلي، غواړي د خپلو درېیو لوڼو په ګډون د هېواد ټولو نجونو او ښځو ته د زدهکړو او کار زمینه برابره شي او د ده په وینا، د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي.
هغه زیاته کړې چې اسلامي امارت هم هڅوي، څو د نجونو پر وړاندې د کار او زدهکړو محدودیتونه لرې کړي.




